BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • هند، بارانونه، سېلابونه

    د هند په اتراکنډ ایالت سېلابونو لږ ترلږه ۴۶ کسان وژلي دي

    د هندوستان به شمالي اتراکنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله په سېلابونو کې لږ ترلږه ۴۶ کسان وژل شوي دي. له سیمې نه په اخېستل شویو تصویرونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې سړکونه، کورونه او پلُونه ویجاړ شوي دي. کارپوهان وايي اتراکنډ ایالت چې د سیاحت لپاره مشهور دی د اقلیم د بدلون او په چټکۍ د رغنیزو چارو له امله اغیزمن شوی دی. دغه راز په دې وروستیو ورځو کې د هند په کرېلا ایالت کې هم سېلابونو لږ ترلږه ۲۶ کسان ووژل.

  • امریکا یو ځل بیا طالبانو ته د افغانستان کنګل شویو پیسو له سپارلو انکار وکړ

    امریکا طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی دی. د امریکا د مالیې وزارت یوه مرستیال ویلي چې پر طالبانو د بندیزونو روان ساتل اړین دي خو په وینا یې افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي. طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.

  • دمشق کې پر یوه پوځي موټر بمي برید ۱۳ کسان ووژل

    د سوریې دولتي رسني وايي په دمشق کې پر یوه پوځي بس موټر بمي برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي. ثنا خبري آژانس ویلي دغه پوځي بس هغه مهال په بمونو والوزول شو چې د یوه پلُ لاندې نه د تېریدو په حال کې و. د پېښې په ځای کې اخېستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې بس په بشپړه توګه سوځیدلی دی.

  • کندهار کې له جګړو بې ځایه شوې زرګورنه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې

    د افغانستان په سوېل کې هغه زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د وروستیو جګړو له کبله ترې خپل کورونه پاتې شوي وو. دغه خلک وايي چې په جګړو کې یې کورونه ویجاړ شوي او د ناوړه اقتصادي حالت له کبله یې د رغولو وس نه لري. هغوی په دې برخه کې له طالبانو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د مرستو غوښتونکي دي.

  • کام ایر هوايي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي

    د افغانستان کام ایر خصوصي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو الوتنو بیا پیل ته لار جوړه کړه. دغه راز د پژواک خبري آژانس د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د چارواکو له قوله وايي چې د دغو الوتنو په تړاو د افغان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي او د کام ایر د رییس تیمور شاه ترمنځ خبرې شوې دي.

شل اوريز کرېکټ نړيوال جام

  • کرېکټ: کرټس کيمفر پرلپسې د څلور لوبغاړو په سوځولو د راشد خان او ملېنګا رېکارډ برابر کړ

    د دوشنبې پر ورځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړ کې د هالنډ او ایرلنډ تر منځ سیالۍ کې د ایرلنډ لوبغاړي کرټس کيمفر خوښي د لیدو وه، چې پر څلورو پرلپسې توپونو یې د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول.

  • کرېکټ: جنوبي افريقا له افغانستانه په ۴۱ منډو تمريناتي لوبه وګټله

    د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لپاره تمريناتي لوبه کې جنوبي افريقا افغان لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماته ورکړه. جنوبي افريقا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې. د جنوبي افريقا له خوا د ټاکلي هدف په ځواب کې افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايلله.

  • کرېکټ: د شل اوريز نړيوال جام لومړي پړاو سيالۍ پیل شوې

    د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لومړي پړاو سيالۍ په عمان کې پیل شوې، ټاکل شوې د دويم پړاو لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي. د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام دغه سيالۍ بايد تېر کال په هند کې شوې وی خو د کورنا وېروس د خپرېدو له کبله وځنډول شوې او ځايونه يې بدل کړل شول. په سږني نړيوال جام کې به افغانستان د پاکستان، هند او نيوزيلنډ په ګډون لږ ترلږه له پنځو لوبډلو سره سيالي کوي.

  • ویډیو, د کرېکټ نړيواله اتلولي: د ۲۰۲۱ کال نړيوال جام ته کتنه, موده 1,17

    کرېکټ نړيواله شل اوريزه اتلولي چې اماراتو او عمان کې کېږي، سبا پيلېږي. د پیل دوې لوبې يې چې د ګروپي پړاو دي، عمانۍ پلازمېنه مسقط کې کېږي.. لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نوې ګيني او بله کې يې بنګله دېش له سکاټلنډ سره مخامخ دی.

  • ویډیو, کرېکټ: د ۲۰۱۶ کال نړيوال جام ته کتنه, موده 1,22

    د کرېکټ شل اووريز جام بايد تېر کال شوې وى خو د کورونا له امله وځنډول شو او بيا له هنده اماراتو او عمان ته ولېږدېد. د کرېکټ شل اووريز جام په لومړي ځل په ٢٠٠٧ کال کې شوى و. په دې پروګرام کې د ۲۰۱۶ کال سياليو ته کتنه شوې ده.

ځانګړي مطالب

نیمه نړۍ

  • ملاله: طالبان دې افغانو نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړي

    د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زدکړو فعالې ملالې یوسفزۍ پر افغان طالبان غږ کړی چې په دې هېواد کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته ښوونځي ته د تلو او د زدکړو اجازه ورکړي. نوموړې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، وېره لري چې د نجونو پر زدکړو اوسنی بندیز ښایي کلونه دوام وکړي. افغان طالبانو رسماً ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز نه دی لګولی، خو تېره میاشت یې اعلان کړی و چې د منځنیو ښوونځیو نجونې دې 'د مناسب چاپېریال تر برابرېدو' په کورونو کې پاتې شي.

  • ویډیو, افغان مېرمنې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي, موده 4,03

    ه هغه راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له منځني ښوونځي منع کړې دي، دا دی یوه میاشت وشوه. په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

  • یونیسف: طالبانو پنځو ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړې

    يونيسف وايي، طالبانو د افغانستان په پنځو ولايتونو کې چې ډېری يې د افغانستان شمال کې دي نجونو ته په ليسو کې د زدکړې اجازه ورکړې.د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د يونيسف اجراييوي مرستيال عمر عبدي چې تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په پنځو کې چې په هغو کې بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او اروزګان شامل دي نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړې چې ليسې ته ولاړې شې.

  • بښنې نړیوال سازمان: افغانو نجونو ته دې سملاسي ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي

    د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې نجونو ته په سملاسمي توګه ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.‌ یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زدکوونکو او ښوونکو سره د مرکو پر بنسټ یې خپل تازه رپوټ چمتو کړی. په رپوټ کې راغلي چې ګڼې نجونې او ښوونکې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان د طالبانو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

  • ویډیو, افغانستان کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دنده پرېښوده, موده 3,12

    افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي څه کم دوه مياشتې وروسته له هغه خپله دنده پرې ايښي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ګډوډۍ ډک حالت کې ووتل. زلمي خليزاد دوحه کې له طالبانو سره خبرو کې د امريکايۍ ډلې مشري کوله. خو د مياشتو اوږدو خبرو کې پر دې ونه توانېد، چې پر واګو طالبانو د مخنيوی وکړي.

  • ویډیو, د کولن پاول ژوند ته کتنه, موده 3,01

    په ٢٠٠١ کال کې پر افغانستان د امريکاييانو د بريد پر وخت په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول و. کولن پاول پرون د ٨٤ کلونو په عمر ومړ. د کولن پاول په مشرۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ٢٠٠١ کال کې د ملگرو ملتونو په مرسته د بون کنفرانس جوړ کړ چې د افغانستان بېلا بېلې ډلې يې سره يو ځاى کړې او حامد کرزى يې د لنډ مهالي وخت لپاره افغان مشر وټاکه.

  • ویډیو, هند کې يوې نجلۍ د اوتو لپاره په لمريزې انرژۍ چلېدونکې کراچۍ جوړه کړې, موده 2,18

    هند کې د جامو اوتو کولو لپاره ګرځېدونکي کسان ډېر ليدل کېږي خو اوتوګان يې د ډبرو سکرو په اور ګرمېږي يو داسې سون توکی چې د هوا ککړتيا کې ونډه لري. خو د تاميل نادو يوې ۱۴ کلنې نجلۍ ورته يوه پاکه حل لاره موندلې. د وېنيشا اوتو کراچۍ په لمريزه انرژۍ چلېږي. بېټرۍ يې برېښنا زېرمه کولی او د شپې مهال بيا کارولی شي.

  • ویډیو, ايران کې کورونا ۵۰ زره ماشومان بې مور او پلاره کړي, موده 3,20

    په ایران کې رسمي شمېرې ښيي چې څه باندې ۵۱ زره ماشومان د کورونا وبا له امله یتمیان شوي دي. د وایرس له امله په ایران کې د مړو شویو خلکو شمېر څه باندې ۱۲۳ زره دی.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • امریکا د افغانستان په اړه د مسکو غونډه رغنده بللې خو ګډون په کې نه کوي

    د روسیې په کوربتوب د افغانستان په تړاو غونډه نن په مسکو کې پیلېدونکې ده چې د یو شمېر سیمه ییزو هېوادو تر څنګ پکې د طالبانو استازي هم ګډون کوي. امریکا دا ناسته یوه رغنده هڅه بللې خو ویلي یې دي چې برخه په کې نه اخلي.

  • د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد استعفا وکړه

    زلمی خلیلزاد له خپلې دندې لاس په سر شوی او پر ځای یې د هغه مرستیال، توماس وېسټ، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګومارل شوی دی. ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د خبرو اترو مشري کوله خو د میاشتو-میاشتو ديپلوماسۍ یې په دې و نه توانېده چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو مخه ونیسي. ښاغلي خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره، د افغانستان جمهوري دولت په نه شتون کې د سولې تړون وکړ.

  • روسیې په ناټو کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت لغوه کولو اعلان وکړ

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هېواد یې په ناټو سازمان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت لغوه کوي. روسیه به همدا راز تر نومبر میاشتې په مسکو کې د ناټو د دفتر د عملې دیپلوماتیک حیثیت هم ختموي. ناټو سازمان ویلي، تر دې دمه په دې اړه ورته کوم رسمي لیک نه دی سپارل شوی، خو د ښاغلي لاوروف څرګندونې یې اورېدلې دي. د مسکو او ناټو ترمنځ اړیکې له هغه راهیسې ترینګلې شوې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین پر کریمیا سیمه ولکه وکړه.

  • ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ضد کور په کور واکسین پیلیږي

    د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي راتلونکې میاشت ټول افغانستان کې د ماشومانو ګوزن ضد کور په کور واکسین پیلوي. د واکسین دا لړۍ د راتلونکې نومبر میاشتې پر اتمه پیلیږي او په تېرو درې کلونو کې به دا لومړی ځل وي چې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقیږي.

بلوچستان کې زلزلې لږ تر لږه شل تنه وژلي او پراخ مالي زیان اوښتی

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زلزله شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او له ۱۵۰ زیات کسان ټپيان شوي دي. زلزله په ځايي وخت نن سهار وختي شوې او مرکز یې هرنایي ښار ښودل شوی دی. د طبیعي پېښو مرکز وايي چې سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

  • شمالي کوریا د جاپان اوبو کې توغندیز ګوزارونه کړي

    د سویلي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا د جاپان ساحل ته نژدې سمندر کې له اوبتلونو د بالسټیک توغندیو ګوزارونه کړي دي. دا ګوزارونه له هغه څه اونۍ وروسته کېږي، چې شمالي کوریا د ورته وسلې درلودلو اعلان وکړ.

  • هند کې سېلابونه: یوه جوړه د واده مراسمو ته د پخلي په لوښي کې ولېږدول شوه

    د هند کیرالا ایالت کې له ګڼو بارانونو او سیلابونو سره هممهاله د خوړو پخولو یوه لوی لوښي کې د یوې ځايي جوړې د واده مراسمو تصویرونو د ډېرو پر شونډو د یوې شېبې لپاره موسکا خپره کړه.

  • د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولېن پاول له کورونا وېروس مړ شو

    د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولېن پاول کورنۍ ویلي، نوموړی د ۸۴ کالو په عمر د کورونا وېروس له کبله مړ شوی دی. کولېن پاول په ۲۰۰۱ کال کې د پخواني ولسمشر جورج بوش واکمنۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو. دا هغه کاله و چې امریکا افغانستان کې د القاعدې شبکې او طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل او له همدې کبله ښاغلی پاول هغو کلونو کې د افغانستان په چارو کې ښکېل و. د ښاغلي پاول کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: "یو مهربانه خاوند، پلار، نیکه او یو عالي امریکایی وګړی رانه لاړ".

  • ایراني ولسمشر افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه؛ د امنیتي همکارۍ ژمنه یې وکړه

    د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په عراق کې پخوانی سفیر حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی. بل لورته د ایران لوی درستیز مسکو کې له روسي چارواکو سره د افغانستان په مسله خبرې کوي. د ایران د خبري اژانس ارنا د رپوټ له مخې ولسمشر رئیسي پرون یکشنبه د حسن کاظمي قُمي د معرفي پرمهال یوه غونډه کې په کندهار کې د تېرې جمعې پر ورځ د شیعه مذهبو پر جومات برید ته په اشارې ویلي حکومت یې چمتو دی له طالبانو سره افغانستان کې د ثبات او امنیت برخه کې مرسته وکړي.

  • کرېکټ: سکاټلنډ او بنګله دېش خپلې لوبې وکټلې

    د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لومړي پړاو سياليو کې نن دوې لوبې وشوې. لومړۍ لوبه د سکاټلنډ او پاپوا نيو ګيني تر منځ وشوه چې سکاټلنډ د ۱۷ منډو په توپیر وګټله. دويمه لوبه د بنګله دېش او کوربه هېواد عمان تر منځ وشوه چې بنګله دېش د ۲۶ منډو په توپير سره وګټله.

  • ویډیو, د کرېکټ شل اوريزه نړيواله اتلولي: د ۲۰۱۴ کال جام ته کتنه, موده 1,12

    له پنځه کلن ځنډ وروسته د کرېکټ اووم شل اووريز جام لومړي پړاو سيالۍ پیل شوې. عمان او پاپوا نیوګیني نن لومړۍ لوبه وکړه چې عمان په لسو وېکټو دا لوبه خپله کړه. دا لوبې بايد تېر کال شوې واى خو د کورونا له امله وځنډول شوې او بيا له هنده اماراتو او عمان ته ولېږدېدې.

امریکا واکسین شویو کسانو ته دې هېواد ته د ورتګ اجازه وکوي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د کورونا واکسین له کبله دې هېواد ته پر ورتګ لګېدلي بندیزونه نرموي. له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د اروپایي هېوادونو او بریتانیا وګړو نشوای کولی چې له واکسین پرته امریکا ته سفر وکړي. خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له نومبر میاشتې به ټول واکسین شوي وګړي وکړای شي چې امریکا ته سفر وکړي.

د پيسو نړيوال صندوق: سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۳۰٪ کمزوری شي

د پیسو نړیوال صندوق د سې شنبې پر ورځ وویل، سږ کال به د افغانستان اقتصاد تر ۳۰ سلنه پورې کمزوری شي چې له کبله به يې ګاونډیو هېوادونو او ان تر ترکیې او اروپا پورې د کډوالو جوپې ډېرې شي. د پیسو نړیوال صندوق په تازه رپوټ کې ویل شوي، اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته "پر مرستو د افغانستان ولاړ اقتصاد د راکړې ورکړې بېلانس او سخت مالي کړکېچ سره مخامخ دی".

  • اپل شرکت د ایفون ۱۳ تولید محدودوي; له امله یې د اپل د ونډو بیې ټېټې شوې

    د ونډو په مارکیټ کې پرون سې شنبه (د اکتوبر ۱۲مه) د اپل شرکت د ونډو بیې وروسته له هغه ولوېدې چې رپوټونو کې وویل شول چې دا شرکت ښايي په نړۍ کې د کمپوټري چېپونو د کمښت له امله د ایفون ۱۳ تولید محدود کړي.

  • "فېسبوک ماشومانو ته زیان رسوي او دیموکراسي کمزورې کوي"

    د فېسبوک یوې پخوانۍ کارمنې د امریکا سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي،‌ د یاد شرکت وېبپانې او اپلیکېشنونه ماشومانو ته زیان رسوي، ټولنه کې بیلتون رامنځته کوي او د امریکا دیموکراسي کمزورې کوي. ۳۷ کلنه فرنسز هاګن پخوا فېسبوک شرکت کې د تولیداتو مدیره وه، خو وروسته یې د یاد شرکت د کړنو په اړه رازونه افشا کړل او مخالفه یې شوه. خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دغه نیوکې رد کړې او وایي، دې وروستیو کې خبري پوښښ د دې شرکت ناسم انځور وړاندې کړی. ‌

عبدالرزاق ګورناه د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزه وګټله

تنزانیا الاصله لیکوال عبدالرزاق ګورناه وايي، د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزې لپاره له نومول کېدو وروسته ''منندوی او حیران'' شوی دی.

ځانګړې پاڼه

تازه خبرونه واورئ

غږیز کتاب

واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.