BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

نيمه نړۍ

  • هغه مېړه، ښځه نیول شوي چې له قرنطینه تښتېدلي وو

    هالنډ پولیس وايي، هغه مېړه - ښځه یې نیولي چې د کوویډ - قرنطین له هوټله تښتېدلی وو.

  • آیا په هند کې رښتیا هم د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر دی؟

    د هندوستان د حکومت لخوا د کورنيو د روغتیايي معلوماتو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې چې پایلې تازه خپرې شوې په هندوستان کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو په مقابل کې اوس ۱۰۲۰ ښځې شته.

  • ویډیو, افغان ښځينه فوټبال لوبغاړو پورتګال کې نوی ژوند پيل کړی, موده 1,49

    له هغه راهيسې چې د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبډله پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته وتښتېدله او بيا پورتګال کې پناه ورکړل شوه، اوس څه د پاسه دوې مياشتې تېرېږي. وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر لوبو بنديز ولګاوه وېره دا وه، چې دا ځوانې نجونې ښايي له ځورونو او تاوتريخوالي سره مخامخ شي.

  • د هېښونکو سترګو لرونکې شربت ګلې ته ایټالیا پناه ورکړه

    د زرغونو او هېښونکو سترګو لرونکې شربت ګله چې د افغانستان د روانې غمیزې سمبول ګڼل کېږي، ایټالیا ته رسېدلې او د هغه هېواد حکومت پناه ورکړې. شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې مشهورې رسنۍ نېشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه.

ځانګړي مطالب

  • ویډیو, دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي خبرې, موده 2,31

    د قطر په دوحه کې امريکايي استازي له افغان طالبانو سره خبرې کوي. سرچينو بي بي سي پښتو ته ويلي چې د افغانستان د کنگل شويو پيسو موضوع به په اجنډا کې ځاى ولري. پرون اروپايي ټولنې هم له طالب استازو سره وليدل خو وروسته يې وويل چې دا ليدنې د طالبانو په رسميت پېژندلو لپاره نه دي بلکې د افغان ولس په گټه دي.

  • ویډیو, پېښور کې د درملو بيو زياتوالي په اړه شکايتونه, موده 3,29

    په پېښور کې خلک د درملو له لوړو بیو سر ټکوي او وايي پلورونکي درمل د خپلې خوښې په بیو پلوري او د پوښتنې څوک نه شته. درمل پلورونکي بیا وايي چې پر درملو د حکومت له لورې لوړ مالیات د بیو د لوړوالي لامل دی چې په وینا یې د دوی کارو بار هم ورسره اغېزمن شوی.

  • ویډیو, ایټالیا کې له سمندره نژدې ۳۰۰ کډوال ژغورل شوي دي, موده 1,03

    د ایټالیا یوه ټاپو ته نژدې د کډوالو له یوې کښتۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نژدې ۳۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

  • ویډیو, افغانستان کې د روغتيايي سيستم کړکېچ, موده 2,33

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د دغه هېواد اقتصاد له لویه سره پر بهرنیو مرستو پایېده. د روغتیايي خدمتونو لویه برخه د نړیوال بانک پر مالي مرستو چلېده. خو څه باندې درې مياشتې وړاندې، کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، دا هر څه یو دم بدل شول.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • طالبانو د افغانستان څوکۍ په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه غندلې؛ صالح یې هرکلی کړی

    طالبان وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دوی استازي ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو پرېکړه 'بې انصافي ده. تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسمبلۍ کې به د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو استازي ته نه سپارل کېږي. بل لور د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ''پر اصولو او انصاف نه ده ولاړه''، ځکه په وینا یې ''له افغانانو یې مشروع حق اخیستی.

  • طالبانو دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوي چارشنبه دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي. په دې ډله کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیو زیلنډ، ایټالیا، سویلي کوریا، اروپایي ټولنې، اسپانیا،‌ امریکا،‌ ناروې، سویډن،‌ هالنډ،‌ اسټرالیا، بریتانیا او جاپان استازو ګډون کړی دی. کتنه کې د افغانستان پر امنیت او بشري وضعیت،‌ عامې روغتیا، اقتصادي او سیاسي مسایلو، بشري حقونو او د نجونو د زدکړو پر پر موضوعاتو خبرې شوې دي. ‌

پاکستان سترې محکمې د علي وزیر ضمانت ومانه

د پاکستان سترې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د د غه هېواد پارلمان غړي علي وزیر د ضمانت درخواست تایید کړی دی. ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال دسمبر پر ۱۶ مه د سند ایالت پولیسو په غوښتنه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې نیول شوی و. په ښاغلي وزیر تور دی، چې د غورځنګ په ولسي غونډو کې يې د پاکستان د پوځ پر ضد ویناوې کړې دي او له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.

د مانچسټر يونايټېډ روزونکی له دندې ګوښه شو

د انګلنډ فوټبال غوره ليګ کې د مانچسټر يونايټېډ لوبډلې روزونکی اولې ګونر سولشاير د شنبې پر ورځ د واډفورډ لوبډلې پر وړاندې له ۴-۱ ماتې وروسته يونايټېډ له دندې ګوښه کړ. له دغې ماتې وروسته مانچسټر يونايټېډ د پرېمير ليګ په جدول کې اووم ځای ته راښکته شو. مانچسټر يونايټېډ سږنيو پرېميرليګ سياليو کې تراوسه ټولې ۱۲ لوبې کړې چې پنځه يې ګټلې، پنځه يې بايللې او دوې يې مساوي پای ته رسولې دي.

روغتیا نړیوال سازمان: ناروغان او د کورونا ضد ناواکسین شوي کسان دې سفر نه کوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغه کسان چې روغتيا یې ښه نه ده او د کورونا وېروس ضد واکسین یې نه دي بشپړ شوي، باید له سفر کولو ډډه وکړي.

کام ایر هوايي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي

د افغانستان کام ایر خصوصي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو الوتنو بیا پیل ته لار جوړه کړه. دغه راز د پژواک خبري آژانس د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د چارواکو له قوله وايي چې د دغو الوتنو په تړاو د افغان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي او د کام ایر د رییس تیمور شاه ترمنځ خبرې شوې دي.

د انسټاګرام په هکله پلټنه کېږي چې څنګه ماشومانو ته رسېږي

د امریکا متحدو ایالتونو کې د یو شمېر ایالتونو چارواکي وايي، هڅه کوي پوه شي چې سره له دې چې ماشومانو ته احتمالي خطر لري، خواله رسنۍ انسټاګرام څنګه تر ماشومانو پورې رسېږي.

د هند خپلواکۍ په هکله د فلمي ممثلې څرګندونو ناندرۍ راپورته کړې

له بریتانیا د هند خپلواکۍ ترلاسه کولو په هکله د هندۍ ممثلې کنګنا راناوت څرګندونو په دې هېواد کې پراخې ناندرۍ راپورته کړې دي.

ځانګړې پاڼه

  • افغانستان کې د هوايي بریدونو مرګونی میراث

    د امریکايي ځواکونو د وتلو په ټېل ماټېل کې کابل د یوه بل خونړي برید درد ولید، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې وينلړلې پېښه. امریکايي پوځیانو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال وروستی برید پلازمېنه کابل کې پر یوه موټر وکړ چې له هوا په نښه شو، د ۷ ماشومانو په ګډون لس ولسي کسان په کې مړه شول. برید د اګسټ پر ۲۹ د یوې بې پیلوټه الوتکې پر مټ و. دا وړ ګزارونه د افغانستان د شل کلنې جګړې پر وخت د ترهګرۍ خلاف د بریدونو یوه له مهمو کارېدونکو بڼو وه.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۳ ډیسمبر ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, خبر و نظر, ۱۶:۳۰, ۲ ډیسمبر ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    برنامه نویسی از سرویس بی بی سی فارسی

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.